ذاکر جلالي: د افغانستان او روسیې اړیکې مخ په ښه کېدو دي/ افغانستان په سیمه کې د روسیې یو ښه سیاسي او اقتصادي ملګری کېدای شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر وویل: د افغانستان او روسیې اړیکې په بېلابېلو ابعادو د پراختیا په حال کې دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن پنجشنبه د لیندۍ ۸ وویل د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «کابل ته د روسیې د ملي امنیت سلاکار له سفر وروسته د کابل-مسکو اړیکو مسیر» تر سرلیک لاندې موضوع باندې علمي بحث وشو.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس دکتور ذاکر جلالي، د کليدي ویناوال په توګه، د افغانستان اسلامي امارت سره د روسیې اړیکې په دریو پړاوونو؛ د اسلامي امارت لومړۍ دوره، د شل کلن اشغال دوره او تېرو دریو کلونو کې بحث کړې او د دغې مخینې په رڼا کې یې د دغو اړیکو پر راتلونکي مسیر بحث وکړ.

 جلالي وویل: که څه هم د روسیې او اسلامي امارت اړیکې په بېلابېلو پړاوونو کې له لوړو-ژورو تېرې شوې دي، خو په ټوله کې له ۲۰۱۷ز کال راهیسې، چې کله د مسکو فارمټ غونډې پیل شوې او د اسلامي امارت لپاره د خپل دريځ څرگندولو یو نړيوال سټېج جوړ شو، د دغو اړیکو مسیر مخ پورته روان دی او له دې وروسته هم تمه دا ده چې په اړیکو کې لا ډېر مثبت پرمختګونه رامنځته شي.

 هغه زیاته کړه: په وروستیو ورځو کې کابل ته د لوړپوړي روسي پلاوي راتګ له شک پرته د افغانستان او روسیې د اړیکو پر مسیر خپلې مثبتې اغېزې ښندي او یو مهم سیاسي پرمختګ دی.

 د جلالي په وينا، د وروستي پلاوي له راتګ سره به روسيه د «طالبانو غورځنگ» نوم په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له ليست څخه په لرې کولو د امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا پراختيا زمينه برابره کړي.

 ده هيله څرگنده کړه چې د روسيې له خوا د ځينو سياسي گامونو له پورته کولو سره به د افغانستان او روسيې ترمنځ په اقتصادي برخه کې لویو پرمختگونو ته لار اواره شي.

 جلالي زیاته کړه: د نظام‌جوړونې په برخه کې اقدامات او له روسيې سره د اسلامي امارت له پرله‌پسې اړيکو سره روسیه دې پایلې ته رسېدلې، چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه باثباته او مستحکم نظام په توګه کولی شي په سیمه کې د روسیې یو ښه سیاسي او اقتصادي شريک شي.

 د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سياست متوازن وباله او روسيې سره يې په اړيکو کې پرمختگ د دوو اړخيزو اړيکو د عادي کېدو پر لور گامونه‌ وبلل چې هېڅ لوري ته ښايي د اندېښنې وړ نه وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .