AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۷ ۱۲:۴۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85671952
T T
۰ Persons

Tags

په بلخ کې د مکارونیو یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ

مزارشریف- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر په بلخ کې د مکارونیو تولید یوه فابریکه پرانیستله.

په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو سه‌شنبه د لیندۍ ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د بلخ ولایت مرستیال مولوي نورالهدي ابو ادریس په ګډه د ریحان مکروني په نوم د تولیداتو یوه فابریکه د ٢ ملیون او ٥٠٠ زره ډالرو په ارزښت پرانیستله.

د چارواکو په وینا، په دې فابریکه کې څه باندې ۶۰ کسان په کار بوخت دي او د ریحان مکروني فابریکې د ورځني تولید ظرفیت شاوخوا ۳۰ ټنه دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .