په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې سرپرست وزیر مولوي سید حبیب الله نن سه شنبه د لیندۍ په ۶ مه د خپل ولایتي سفرونو په دوام کې، خوست ولایت ته د یوه پلاوي په مشرۍ سفر وکړ.
سيد حبيب الله اغا وويل: د پوهنې وزارت رهبري د ښوونیز کیفیت او بډایه کولو او د دیني او عصري زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې هڅې کوي.
د ایرنا د خبر له مخې، د پوهنې سرپرست وزیر په تیرو دوو میاشتو کې د هیواد د ښوونې او روزنې د نظام د څارنې لپاره خپل ولایتی سفرونه پیل کړی دی.
د پیغام پای/
Your Comment