مجاهد: په تېرو دریو کلونو کې د ۵۰۰۰ اجباري ودونو مخه نیول شوې او د ۲۰ زره ښځو حقونه خوندي شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند وویل: د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د ۵۰۰۰ اجباري ودونو مخه نیولې او د ۲۰ زره ښځو حقونه یې هم ورکړي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د لیندۍ په ۶ مه د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لاسته راوړنو لنډیز خپور کړی او لیکلي یې دي: په تېرو درې کلونو کې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو په هڅو سره شاوخوا شل زره ښځو ته د میراث، مهر، او نورو اساسي حقونو تأمین شوی دی، کوم چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو، رواجونو او بې مانا غیرتونو له کبله له هغوی څخه اخیستل کېدل.

 ده زياته کړه: درې کلونو په موده کې د یاد وزارت لخوا د پنځه زره هغو نکاحوو مخنیوی شوی، چې په کې ښځې د جبر، یا د پیسو په بدل کې، یا د هغوی د ناخوښۍ پر اساس ودې ته اړېدې، یا کم عمره نجونې سپینږیرو ته ورکول کېدې.

 د مجاهد په خبره، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۵۰۰ ورته پېښې ثبت او مخنیوی یې کړی دی. د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند وویل: د ښځو پر وړاندې دکورني تاوتریخوالي، لکه دوۍ ته په کم نظر کتل، فزیکي او ذهني تشدد، دشرعي حقونو څخه محرومول، او دناسمو دودونو پر اساس دکمترۍ چلند مخنیوی، دوزارت د هڅو په پایله کې ممکن شوی.

 د ایرنا د راپور له مخې، دا په داسې حال کې ده چې د بشری حقوقو لویدیځو بنسټونو تل په خپلو راپورونو په افغانستان کې د ښځو له حقوقو څخه په سرغړونې نیوکه کړې ده چې څو څو ځله د سرپرست حکومت له خوا بې اساسه بلل شوې ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .