د دفاع وزارت سرپرست وزیر له تور لیست څخه د امارت اسلامي د ایستلو لپاره د روسیې د هڅو ستاینه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست له تور لیست څخه د امارات اسلامي د ایستلو لپاره د روسیې د هڅو ستاینه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

دواړو خواوو په اقتصادي، سوداګرۍ، امنیت او د متقابلو ګټو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. د ملي دفاع وزارت سرپرست راغلي  پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اسلامي امارت نوم له تور لیست څخه د ایستلو او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د روسیې هېواد د هڅو ستاینه وکړه.

 د روسیې لوري هم د اسلامي  امارت په ځانګړي ډول د ملي دفاع وزارت هڅې د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې وستایلې.

 ایرنا خبری اژانس وایی، د روسیې لوړرتبه پلاوی نن له غرمې مخکې کابل ته راورسید او د افغانستان د سرپرست حکومت له لوړرتبه چارواکو سره یې د سیاسی او اقتصادی ملګرتیاو په بیلا بیلو مسایلو خبرې وکړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .