د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس په کندهار کې جوړیږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند د ایراني کارپوهانو په حضور کې د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس د جوړیدو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالدین هاشمي نن دوشنبه د لیندۍ په ۵مه په خپله یوه پاڼه کې لیکلي: ټاکل شوې د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس د کابل پوهنتون لخوا په کندهار پوهنتون کې جوړ شي.

 په دغه کنفرانس کې د ایران د اسلامی جمهوریت، قطر، کاناډا، نایجریا، تایلینډ، هند، پاکستان، بنګله دیش، مصر او ترکیې د کرنې د سکتور کارپوهانو، پالیسي جوړونکو او صنعتکارانو په افغانستان کې د کرنې د سکتور د ودې په اړه په دې برخه کې د ستونزو د حل لپاره اړینې مقالې او د حل لارې وړاندې کوي.

 په دې کنفرانس کې پر کورنیو او بهرنیو کارپوهانو سربېره د افغانستان د سرپرست حکومت د کابینې غړي او د کندهار ولایت مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .