AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۵ ۲۰:۵۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85670871
T T
۰ Persons

Tags

په شمال زون کې د ملګرو ملتونو له خوا د نږدې څلور زره پرمختیايي پروژو پلي کول

مزارشريف- ايرنا- د هېواد په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د دفتر عمومي رييس د هېواد په شمال زون کې د څه د پاسه څلور زره پراختيايي پروژو د پلې کېدو اعلان وکړ.

په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخ،  د بلخ ولايت مرستيال مولوي نورالهدي ابوادریس په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) د دفتر له عمومي رييس وهیب الریاني او د دغې موسسې د څېړنيز ټيم سره وکتل.

وهیب الریاني په شمال زون کې د UNDP د پرمختيايي فعاليتونو راپور وړاندې کړ او ويې ويل: دغه دفتر په تېر يو کال کې په شمال زون، بلخ ولايت او د هغه په ​​ولسواليو کې له ٣٨٠٠ څخه زياتې کوچنۍ او لويې پروژې پلې کړې دي.

دغه پروژې په بېلابېلو برخو کې لکه روغتیا، کرنې، د لمریزې برېښنا د سیسټمونو تولید، ښوونه او روزنه، د کار پیدا کولو، حرفوي زده کړو او د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ په برخو کې پلې شوې دي.

 الرياني څرګنده کړه: په تير کال کې د کوچنيو متشبثينو د ملاتړ لپاره ٣٥٠ زيربنايي پروژې او ٣٥٠٠ کوچنۍ پروژې پلې شوې دي او د دغه پروګرام يوه له غوره لاسته راوړنو څخه په شمال زون کې د سلو طبي مرکزونو لپاره د لمريزې بريښنا برابرول دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .