په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودینکو نن له ټاس سره په خبرو کې وویل: هېواد یې د منع شویو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو د بهیر د ځنډولو اراده نه لري او نه به یې ودروي.
هغه زیاته کړه: دا پروسه به په تدریجي او ګام په ګام ترسره شي. روډینکو ټینګار وکړ چې د ممنوعه سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو لپاره د قانوني مراحلو بشپړېدل به په بېلابېلو برخو په تېره بیا په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د روسیې تعامل ته مثبت انګیزه ورکړي.
هغه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه وویل: «په دې اړه خبرې کول لا وختي دي. روسیه له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو ګټو په مسلو کې د عملي تعامل لپاره ګامونه اخلي.»
د ایرنا د راپور له مخې، روسیه د چین او د ایران د اسلامي جمهوریت ترڅنګ یو له هغو سیمه ییزو قدرتونو څخه دی چې له افغان حکومت سره نږدې اړیکې لري.
د پیغام پای/
Your Comment