په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د مالدارۍ د فارمونو اتحادیې له يو شمېر استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
د دې اتحادیې استازود یادې اتحادیې په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلوماتو ورکولو پرمهال وويل، په کابل کې د شېدو بازار خودکفا شوی او دا مهال پکې تقریباً ۲۰۰ فارمونه په فعالیت بوخت دي.
دوی په هېواد کې د بې کیفیته پوډرې شېدو د بندېدو غوښتنه وکړه وې ویل، تولیدي فابریکې باید له خالصو وطني شېدو استفاده وکړي څو هېوادوال له با کیفیته شېدو برخمن شي.
راغلو استازو د دې اتحادیې او فارمونو ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په کابل کې د مالدارۍ د فارمونو اتحادیې له غړو څخه په مننې وويل، اسلامي امارت د پانګوالو او کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا ملاتړ کوي.
نوموړي دوی ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.
د پیغام پای/
Your Comment