AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۳ ۲۳:۳۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85668615
T T
۰ Persons

Tags

افغان او چینايي چارواکو د سرحدي همکاریو په اړه خبرې وکړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست او د هېواد په چارو کې د چین ځانګړي استازي د سرحدي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن شنبه د لیندۍ میاشتې په ۳ مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د چين هېواد ځانګړي استازي يوشيايونګ او سفير، ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحداتو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل. د ملي دفاع وزارت سرپرست چین د افغانستان د خلکو لپاره یو شریک ګاونډ او مهم همکار وباله او په ګډو برخو او همکاریو کې د ملي دفاع وزارت پر ژمنتیا باندې یې ټینګار وکړ.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي د افغانستان د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره هم په کتنه کې په مختلفو برخو کې د ملګرتیاو د پراختیا په لړ کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کیدو غوښتنه وکړه.

 د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د سیمې د با نفوذه هېوادونو د ځانګړو استازو ناستې په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د نړۍ د هېوادونو د ځانګړيو استازو په حضور کې د دوحې څلورمه ناسته په نږدي راتلونکي کې په قطر کې ترسره شي. 

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .