په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د لینوۍ ۳ مه په خپله ایکس پاڼه کې د کابل د ښاروالۍ له خوا د دغه ښار د بیارغونې د کارونو یوه ویډیو شریکه کړې او لیکلي یې دي: هیله کوو چې د ولایاتو ښاروال صاحبان هم د کابل د ښاروال صاحب غوندې د خپل خپل ښار په جوړولو کې هڅه وکړي.
هغه زیاته کړه: هر ولایت ښاروالي دخپل ولایت او بازار په کچه ښه عواید لري چې فقط له ابادۍ سره دښاروال صاحبانو مینه او لیوالتیا غواړي. د مجاهد په وينا: خلک انتظار دي او ښارونه هم دخلکو تر سترګو لاندې لیدل کیږي.
د ایرنا د خبر له مخې، د کابل ښاروالۍ په تیرو دریو کلونو کې د ښاریانو د هوساینې او رفاه لپاره بیلا بیلې پراختیايي پروژې پلې کړي دي چې یو شمیر یې د عملي کیدو په حال کې دي او په پام کې ده چې په روان کال کې په کابل ښار کې ۱۶۵ پراختیايي پروژې پلې شي.
د پیغام پای/
Your Comment