په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مالیې وزارت چارواکو د جمعې په شپه د لیندۍ په دویمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د خزاینو لوی ریاست اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې (CPA) د لومړي ځل له پاره پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د ټاکل سويو معیارونو سره سم، د ثبت او جواز ورکولو پروسه پیل کړه.
خبرځاى زياته کړه: د پلټونکو ادارو ته د معیاري جواز په ورکولو سره به، د دغه ادارو چاري مسلکي سي اوشرکتونه به هم د سیسټم جوړوني په برخه کي لا ډېر پیاوړي سي.
د ایرنا په وینا، د مالي پلټنې اداراتو د عامه او خصوصي شرکتونو د پلټنې مسولیت لري، چې هدف یې د مالیاتو له تېښتي مخه نيول، د مالي ستونزو پیژندل او حل کول، د مالي روڼتیا رامنځته کول او د مالي چارو معیاري کول دي.
د پیغام پای/
Your Comment