په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د جمعې په ورځ د لیندۍ د میاشتې په دویمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري او ورسره مل پلاوي د لړم میاشتې له لومړۍ تر ۲۶ مې نېټې د هېواد ۹ شمالي( بغلان، کندز، تخار، بدخشان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنگان ) ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل.
د دغه پلاوي د خپلونو سفرونو اساسي موخه، د تعلیمي ادارو لپاره د مبلغینو پېژندنه، د چارو څارنه، د اداري دندو کتنه، د دعوت ارشاد د نصاب تدریس او د یو شمېر ستونزو حل وباله.
سروري په دغه سفر کې نوموړي د پوهنې کارکونکو ته وویل: خپلې ورځنۍ چارې د الله جل جلاله د رضا حاصلولو په خاطر په پوره صداقت او اېماندارۍ ترسره، په اداراتو کې د خپلولۍ پاللو پر ځای د وړتیا او استعدادونو په اساس گمارنه، ادارو کې د مراجعینو سره ښه او نېک سلوک، حق حقدار ته په سپارلو، خپل صورت او سیرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو برابر او خپل ټول اعمال د شریعت په چوکاټ کې تنظیم او پلي کړي.
دغه راز نوموړي دولایتونو د پوهنې رئیسانو مخلصانه هڅې هم وستایلې او د مسئولینو په مرسته یې په دغو نهو ولایتونو کې مبلغین وګمارل، چې په ټوله کې یې تعداد ۲۴۵۵ تنو ته رسېږي.
خبرځاى زياته کړه: د ولايتونو د پوهنې رياستونو مسوولينو ژمنه وکړه چې د دعوت او ارشاد رياست د حکمونو په عملي کولو کې به له دغه بورډ سره همکاري کوي.
د پیغام پای/
Your Comment