د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ملي او نړیوالو موسسو له مسوولینو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک کړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ملي او نړیوالو موسسو له مسوولینو سره د څو هوکړه لیکونو لاسلیک کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په افغانستان کې د کورنیو د پیاوړي کولو، له وړو تشبثاتو او د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا څخه د ملاتړ په برخه کې د فعالو یو شمیر ملي او نړیوالو موسسو له چارواکیو سره چې په افغانستان کې فعالیت لري، د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

 د صنايعو وزارت سرپرست هېواد ته د بېرته راستنیدونکو څخه پر ملاتړ په ټینګار او د یادو موسسو د مسؤولینو د معلوماتو په اوریدو سره د دې پروژو د پلي کېدو له بڼې او څرنګوالي څخه او پر ټولنه باندې د هغو د اغېزو په تړاو دوی ته لازمې لارښونې  وکړې.

 د لاسلیک  شویو هوکړه لیکونو له مخې به یوه بهرنۍ او پنځه کورنۍ موسسې په ټولیز ډول د ٣ میلیونه او ٩٢٣ زره او ٨٦٤ ډالرو په ارزښت پروژې ‏د کورنیو د پیاوړتیا، د متشبثو ځوانانو د کسب او کار د پراختیا، له وړو تشبثاتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ د بنسټونو د زده کړې، د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا په برخو کې خپلې پروژې د کابل، هرات، بلخ، فاریاب، ننگرهار، خوست، تخار، بدخشان او بامیانو په ولایتونو کې پلې کړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .