د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، په دې رايه اچونه کې چې د چهارشنبې په ورځ په ځايي وخت د لړم په ۳۰مه نېټه د امنيت شورا په غونډه کې وشوه، د امنيت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۴ غړو د وړانديز شوي پرېکړه ليک مثبت رايه ورکړه. د امنیت شورا هیڅ یوه غړي هم دغه پریکړه لیک رد نه کړ، خو امریکا په منفي رایه سره ویټو کړ.
د الجزایر، اکوادور، جاپان، موزمبیق، مالتا، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلوانیا، سویس او ګویان په ګډون د امنیت شورا لسو ټاکل شویو غړو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې وه، چې د ژر تر ژره په غزه کې د غیر مشروط او دایمي اوربند غوښتنه یې کړې وه.
د ګویان هیواد د امنیت شورا له غیر دایمي غړو څخه غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لسو غیر دایمي غړو په مشرۍ د غزې تړانګې د اوربند مسوده دې په نیلي رنګ بدله کړي او رایه اچونه تر چهارشنبه د نوامبر ٢٠ مه وړاندي ترسره شي.
دا څلورم ځل دی چې امریکا په غزه کې د اسرائیلي رژیم په ملاتړ د اوربند مسوده ویټو کوي.
په ملګرو ملتونو کې د ګویان سفیر او استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل: زموږ په وړاندې د پریکړه لیک مسوده له امنیت شورا څخه غواړي چې د سولې د ټینګښت لپاره خپله دنده سرته ورسوي او په غزه کې د سمدستي، دایمي او غیر مشروط اوربند او د اسیران د خلاصون غوښتنه کوي.
د ګویان استازي زیاته کړه: دغه مسوده ټول مهم ټکي لري او د دغې جګړې په اړه د امنیت شورا په پخوانیو څلورو پریکړه لیکونو باندې ټینګار کوي او د دغه وړاندیز شوي پریکړه لیک په اساس باید د ۲۷۳۵ پریکړه لیک ټول حکمونه چې مخکې صادر شوي وو، عملي شي.
د ګویان استازي په دوام کې وویل: په وړاندیز شوي پریکړه لیک کې اساسي شیانو ته د غزې د اوسیدونکو په بشپړ لاس رسی او د فلسطینیانو له قصدي لوږې سره په مخالفت ټینګار شوی دی. بشري مرستې باید په غزه کې ټولو فلسطینیانو ته واستول شي.
هغه زیاته کړه: د پریکړه لیک مسوده انروا په غزه کې د بشردوستانه شرایطو د ښه والي د اصلی عنصر په توګه پیژني او له دې سازمان څخه غواړي چې په ازاده توګه خپلې دندې ترسره کړي.
په ملګرو ملتو کې د ګویان استازی ټینګار وکړ: دغه مسوده له پراخو او شفافو خبرو اترو وروسته لیکل شوې ده.
د امنیت شورا په غونډه کې چې د دغې شورا د لسو غیر دایمي غړو له خوا وړاندیز شوي پریکړه لیک ته د رای ورکولو لپاره په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو د رژیم سفیر ډني ډانون هم حضور درلود.
یوه جګپوړي امریکايي چارواکي د امنیت شورا په غونډه کې تر رایې ورکولو مخکې د دغې شورا پر غړو تور ولګاوه چې یوې هوکړې ته د رسېدو هڅې یې په بدبینۍ سره رد کوي او وویل: متحده ایالات به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ویټو کړي چې د غزې په وړاندې د اسراییلو په جګړه کې د اوربند لپاره په خپل اوسني شکل رایه اچونه ته کیښودل شي.
دغه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د چهارشنبې په ورځ په سیمه ایز وخت له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه: امریکا یوازې د هغه پریکړه لیک ملاتړ کوي چې په ښکاره د اوربند د یوې برخې په توګه د یرغمل شویو کسانو د سمدستي خلاصون غوښتنه کوي.
د پیغام پای/
Your Comment