په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس سهشنبه د لړم ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ايران هيواد ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ياد هيواد د ولسمشر له استازي حسن کاظمي قمي او د اوسپنې پټلۍ د پراختيا اړوند د ايراني شرکتونو له مسوولينو سره وکتل.
دواړو لورو د خواف-هرات د دريمې قطعې له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي، له ياد مسير څخه د ايران هيواد پر خاص ملاتړ، د سوداګرۍ او ټرانزيټ د پراختيا لپاره په سيمه ييزه کچه د افغانستان له لارې د نويو مسيرونو پر ايجادولو او نښلولو او د دوه اړخيزه ريلي همکاريو پر موثريت خبرې او ټينګار وکړ.
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د ايران هيواد د ټرانسپورټي بنسټونو د جوړولو او پراختيا شرکت له اجرائيوي رئيس سره وکتل.
په دغه ليدنه کې په افغانستان کې ترلاس لاندې ريلي پروژو د رشد، په ځانګړي ډول د (هرات-نيمروز)، (نيمروز-کندهار) او چابهار ريلي پروژو پر پراختيا مفصل بحثونه ترسره شول.
ایراني پلاوي وویل: ايراني شرکتونه د يادو ريلي پروژو د احداث په برخه کې پانګونې او په تخنيکي برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دي او افغانستان کولای سي، چې د ريلي پروژو په برخه کې د ايران هيواد له مهندسۍ څخه، چې په برخه کې کافي تجربه لري؛ ګټه واخلي.
همداراز د د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د شپږو ريلي شرکتونو له مسوولينو سره، چې په ريلي حوزه کې فعاليت لري، ليدنې وکړې.
ياد شپږ شرکتونه چې د اوسپنې پټلۍ په بېلابېلو برخو (د ريل پټلۍ په توليد، احداث ګټې اخيستنې او ساتنې او څارنې کې فعاليت کوي، ژمنې وکړې، چې د افغانستان د اوسپنيزې کرښې د معياري کېدو او پراختيا په برخه کې به لازمې همکارۍ وکړي.
د ایرنا په وینا، د افغانستان د فواید عامې وزارت د اوسپني پټلۍ مرستیال او ورسره مل پلاوي تیره اونۍ په رسمي سفر ايران ته تللی، ترڅو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره د سيمه ييزو هيوادونو همکارۍ او پاملرنه راجلب کړي.
د پیغام پای/
Your Comment