هیواد د آنلاین سوداګرۍ په برخه کې ډیرې پانګونې او کار ته اړتیا لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال وویل: هیواد د کار پیدا کولو ترڅنګ د اقتصاد د پیاوړتیا او د بې وزلۍ د کمولو لپاره د انلاین سوداګرۍ په برخه کې لا زیاتو پانګونې او کار ته اړتیا لري.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو سه شنبه د لړم په ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امریت له روزنيز مرکز څخه ٢٩ تنه ځوانان فارغ شول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين محمد يونس راشد د ځوانانو د استعدادونو په وده باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د فريلانسېنګ پروګرامونو په پيل سره زيات شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده. 

 هغه زیاته کړه: د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ځوانانو ته د لا زیاتو کاري فرصتونو د پیدا کولو په موخه د فريلانسېنګ زده کړو پروګرام پیل شوی، چې مثبتې پایلې یې درلودې. 

 د هرات ولايت مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي له دغه پروګرام څخه فارغو ځوانانو ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ وويل: هیوادوال د کار پيدا کولو ترڅنګ د اقتصاد د پياوړتيا او د بېوزلۍ د کمولو لپاره د انلاين سوداګرۍ یا فريلانسېنګ په برخه کې لا زياتې پانګونې او کار ته اړتيا لري. 

 يو شمېر ځوانانو چې په هرات کې يې د فريلانسېنګ په دغه تخصصي روزنيز کورس کې ګډون کړى و، خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: د انلاين کاري مهارتونو په ترلاسه کولو سره يې په نړيوالو بازارونو کې مناسب کاري فرصتونه ترلاسه کړي دي. 

 د ایرنا د خبر له مخې، د ځوانانو چارو معینیت له لوري د تېرو دوو کلونو راهيسې د هیواد په بېلابېلو ولايتونو کې ځوانانو ته د کار موندنې او د وړتيا لوړولو په موخه د فريلانسېنګ زده کړو روزنيز کورسونه پيل کړي دي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .