په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې چارواکو دوشنبه د لړک په ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغې ادارې مشر نورالدین ترابي د کنسرن نړیوالې مؤسسې د پروګرامونو مسؤل نایجل ایلمز او د اړیکو مسؤل عبدالحق شریفي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې ترابي د ژمني توکو پر ژر رسیدنه یی زیات ټینګار وکړ او ویې ویل چې تر بل هر وخت کورنۍ په ژمي کي هر ډول مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: په هر ولایت کې مؤسسې مرستې وېشي او یا هم سروې کوي موږ ورسره د دولت په اصولو اوچوکاټ کې پوره همکاره یو ځکه موږ په هر ولایت کی ریاستونه لرو.
د کنسرن نړیوالې مؤسسې دپروګرام مسؤل نایجل ایلمز وویل: یاده مؤسسه په ۱۹۹۸ کال کې فعالیت پیل کړی دی او تل یې د سیلاب ځپلو؛ مهارجرینو، زیانمن شوو، روغتیا او زراعت په برخه کي همکاري کړې ده.
په دې غونډه کې ترابي او ایلمز د څه دپاسه شپږ سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو تفاهم ليک لاسليک کړ. کنسرن انسټیټیوټ د ۶۵۰ زره او ۴۵۱ ډالرو په ارزښت له یو زرو ٦١٣ زیانمنو کورنیو سره ۲۷۴ ډالر د سون توکو او ژمني جامو لپاره مرسته کوي او د ۵۷ ډالرو په ارزښت د درېیو ژمنیو کمپلو مرسته کوي.
دا مرستې به د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې ۷۹۰ کورنیو او د بدخشان ولایت په تیشکان ولسوالۍ کې ۸۲۳ کورنیو ته ویشل کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment