AP ۱۴۰۳ لړم ۳۰ ۱۱:۰۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85663628
T T
۰ Persons

Tags

ایران: صهیونیسټ رژیم په نړیوالو غونډو کې د ګډون وړ نه دی

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: هغه رژیم چې د ملګرو ملتو په اصولو او اهدافو او په نړیواله ټولنه کې په سوله ایز ژوند باور نه لري او د هغه شتون په یوه ملت باندې د برید په معنی دی، په نړیوالو غونډو کې د شتون وړ نه دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي دوشنبه د لړم ۲۸ مه له خبریالانو سره په اوونیزه خبري غونډه کې د ایران په خلاف د صهیونیسټ رژيم د ایټمي ګواښونو په باره کې وویل: ٥٣٣ پریکړه لیک شتون لري چې د ایران د اټومي تاسیساتو په وړاندې د هرډول ګواښ یا ځواک کارول منع کوي، او دا پریکړه څرګندوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید ګام پورته کړي.

 هغه وویل: په دغو حالاتو کې د ملګرو ملتو امنیت شورا باید قاطع دریځ غوره کړی او دا یو قانونی اړخ دی او له سیاسی اړخه هم زمونږ سیمه د صهیونیسټ رژیم له قانون ماتونې چلند سره اشنا ده. 

 د ایران د خارجه وزارت ویاند د کاپ۲۹ په ناست کې  د صهیونیسټی پلاوی د شتون په هکله د ایرنا د بهرنی سیاست د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: هغه رژیم چې د ملګرو ملتو په اصولو او اهدافو او په نړیواله ټولنه کې په سوله ایز ژوند باور نه لري او د هغه شتون په یوه ملت باندې د برید په معنی دی، په نړیوالو غونډو کې د شتون وړ نه دی، او د اسلامی ملګرتیا د سازمان په سطحه هم د صهیونیسټی رژیم له شتون سره د مخالفت لپاره هلې ځلې پیل شوی دی او دا ښیی چې نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسیدلې ده چې دغه رژیم په نړیوالو فورمونو کې د شتون وړ نه دی.

بقایي زیاته کړه: په ملګروملتونو کې د بشری حقوقو د چارو کارپیژاند هم وغوښتل چې هیوادونه په ګډه په ملګروملتونو کې د صهیونیسټ رژیم د غړیتوب مخه ونیسی او په همدی منطق سره په نړیوالو فورمونو کی چی د بین المللی مسائلو او مشکلاتو په هکله بحث کیږی د دغه رژیم شتون ضروری نه دی او موږ له نورو هیوادونو څخه هیله کوو چی په دی کمپاین کی ګډون وکړی.

 د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: د بندیزونو له لارې د ایران د ملت او د ایران د ګټو خلاف هر ډول نامناسب اقدام به بې ځوابه پاتې نه شی. په داسې حال کې چې د اوکراین چارواکي پخپله اعتراف کوي چې له ایران څخه روسیې ته د توغندیو د انتقال په تړاو ادعاوې ریښتیا نه دي، تمه کېده چې اروپايي هېوادونه به پر خپلو پخوانیو ادعاوو له سره غور وکړي، خو داسې ښکاري چې یو شمېر اروپايي هېوادونه پر خپل دریځ ټینګار کوي.

 هغه د امریکا په نوی حکومت کې د ایران او دغه هیواد د تعلقاتو حالت ته په اشارې سره وویل: زه فکر نه کوم چې د امریکې او ایران ترمینځ د مسائلو تحدید او کمول په یو خاص شخص او حکومت پورې اړه لری. د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو ترخه تاريخ اووه لسيزې ته رسېږي او په دې موده کې د ناسم چلند د جبران لپاره هېڅ ښه نيت او هڅه نه ده ليدل شوې، او برعكس د امريكا د تيرو حكومتونو كاركردګي ښكاره كوي چې هغوي د ايران په ملت د فشار راوړلو لپاره په خپلو پخوانيو دريځونو ټينګار كوي او طبيعي خبره ده چې مونږ د امريكا د حكومتونو كاركردګي د خپل چلند اساس ګڼو دا کليشه ای بحث نه ده او د واقعیت او د مخکي تجربو پراساس ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .