ایران: د ایران پرضد د اروپا بندیزونه هیڅ قانوني، منطقي او اخلاقي اساس نه لري/ د بندیزونو پایلې به دوی اغیزمن کړي

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اروپایی اتحادیې له خوا د ایران د بېړیو په وړاندي بندیزونه د فیصلې په غبرګون کې د اروپا دغه اقدام له هیڅ ډول قانونی، منطقی او اخلاقی بنیاده بې برخې وباله.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی یکشنبه د لړم په ٢٧ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل: ولسمشر زیلینسکی په شخصی توګه تایید کړه چې د ایران هیڅ بالیسټیک توغندی روسیې ته نه دی صادر کړی. په هرصورت، اروپايي اتحادیه د ایراني هوایي شرکتونو د بندیزونو له لارې د هوایي مسافرینو غیر عادلانه هدف ته د پای ته رسولو څخه انکار کوي - یو اقدام چې په ښکاره ډول روسیې ته زموږ د توغندیو د سپارلو په غلطه پلمه اخیستل شوی.

 هغه زیاته کړه: اوس اروپایی اتحادیه په پام کې لری چې د توغندیو د صادرولو له هماغه درواغجن عذر څخه په استفادې سره د ایران د بیړیو د تیریدو لپاره بندیز ولګوی. د دې چلندونو لپاره هیڅ قانوني ، منطقي یا اخلاقي اساس شتون نلري، په حقیقت کې دا چلند د هغه څه لامل کیږي چې اروپایی اتحادیه یې مخنیوی غواړي.

 عراقچي ټینګار وکړ: د تګ راتګ ازادي د سمندرونو د حقوقو له بنسټیزو اصولو څخه ده. کله چي ځيني خلک دا په انتخابي دول کاروي، د دوی د لنډ لید پایلې معمولا بیرته دوی ته راګرځي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .