له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لس کسه رییسان او کارکوونکي ترکیې ته سفر وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لس کسه رییسان او کارکوونکي د پېښو او زلزلې په اړه ورکشاپ کې د ګډون په موخه ترکیې ته د سفر خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې چارواکو نن دوشنبه د لړم ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه اداره لس کسه رییسان او کارکوونکي د پېښو او زلزلې په اړه ورکشاپ کې د ګډون په موخه ترکیې هېواد ته سفر وکړ 

 خبرځاى زياته کړه: په پام کې ده چې دغه لس کسیز ټیم به پکښې د بیلا بیلو هیوادونو د پېښو مدیریت اړوندو ادارو د استازو په شمول ګډون وکړي او د ګډون کوونکو هیوادونو له استازو سره به خپلې دوه اړخېزې تجربې شریکې کړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .