په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو نن یکشنبه دلړم په ۲۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ادارې مشر مولوي مطیع الله خالص په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په ۲۹م کنفرانس کې د بحران نړیوالې ډلې (International crises group ) سره وکتل.
مولوي مطیع الله خالص وویل: د اقلیم بدلون یوه نړیواله پدیده ده، دا پدیده هیڅ سرحد نه لري او د بشر د ژوند ټول اړخونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي. هغه د اقلیم د بدلون د نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره په ګډو اقداماتو ټینګار وکړ.
خالص په افغانستان کې د اقليمي بدلون د ستونزو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د اقليمي بدلون په افغانستان کې د اوبو سکتور، کرنې، د ژوند تنوع، ايکسيستم او روغتيا اغېزمنې کړي او د اقليمي بدلون سره د تطابق د پروژو پلي کول په افغانستان کې يې مهم وبلل.
کې د بحران نړیوالې ډلې مسوولینو د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، دغه اداره د څېړنو او ارزونو پر بنسټ د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو په اړه علمي مقالې چمتو او خپروي. دغه بنسټ افغانستان د اقلیم د بدلون له اغیزو څخه د یو له هغو هیوادونو څخه ګني چې د اقلیم د بدلون له اغیزو سره مخامخ دی او دغه موضوع موږ د ویناوو او غونډو له لارې په نړیوالو فورمونو کې د نړۍ د هیوادونو پام ته اړولې ده.
د بحران نړيوالي ډلې مسوولینو ژمنه وکړه چې د علمي مقالو او راپورونو د چمتو کولو له لارې به د افغانستان زیانونه مرستندویه هېوادونو ته رسوي او هڅه به وکړي چې د مرسته کوونکو پام ځانته راواړوي.
د پیغام پای/
Your Comment