پاکستان او روسیې موافقه وکړه چې د سوکاله او سوله ییز افغانستان د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته ژمن پاتې شي

کابل- ایرنا- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چي له روسیې سره موافقه کړې چې د یوه سوکاله او سوله ییز افغانستان د ترلاسه کولو لپاره ژمن پاتې شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ د لړم په ٢٥مه، په يوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اسلام اباد ته د خپل رسمي سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتولو خبرې وکړې.

 خبرځاى زياته کړه: کابلوف د پاکستان د بهرنيو چارو له مرستيال او د افغانستان او لويديځې اسيا له رييس سره موافقه وکړه چې د سوکاله او سوله ييز افغانستان د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته ژمن پاتې شي.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لوېدیځې اسیا له مسؤول احمد نسیم وریچ سره وکتل. 

 دواړو لورو له افغانستان سره د اړیکو په اړه د نظر تبادله وکړه او د یوه سوله ییز او سوکاله افغانستان د لرلو لپاره یې د سیمې د هېوادونو تر منځ د همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

 د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت په درې کلنه موده کې د کابل او اسلام اباد اړیکې تل ترینګلې وې. 

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .