AP ۱۴۰۳ لړم ۲۵ ۰:۵۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85659585
T T
۰ Persons

Tags

د کانکور ازموینو د نوي سیستم د رامنځته کولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل- ایرنا- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر او د افغانستان د سرپرست حکومت د کانکور ازموینو د ملي ادارې مشر د کانکور ازموینو د نوي سیستم د رامنځته کولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د چهارشنبه په ورځ د عقرب په ٢٣ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د آزموینو ملي ادارې تر منځ د کانکور د آزموینې سیسټم د جوړولو هوکړه لیک د دغه وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني او د آزموینو ملي ادارې مشر مولوي عبدالباقي حقاني تر منځ لاسلیک شو.

 مولوي نجیب الله حیات حقاني په ډیجیټل حکومتوالۍ کې د ټکنالوجۍ په ارزښت خبرې وکړې او اوسني عصر کې یې د سیسټمونو له لارې د چارو ترسره کول ولسونو لپاره یوه مهمه برخه یاده کړه.

 د هغه په ​​وينا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي څوهېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ له مخې امارتي وزارتونو او ادارو ته ګڼ شمېر سیسټمونه جوړ او د ملت د هوساینې په موخه یې تطبیق کړي چې اوس مهال هم د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوجۍ وزارت یو شمېر سیسټمونه تطبیق کړي او په ډېر شمېر سیسټمونو کار روان دی.

 هغه زياته کړه: د کانکو آزموینې سیسټم چې یو پرمختللی سیسټم دی د یوې بهرنۍ کمپنۍ له خوا جوړ شوی و او د هغې تنظیم او حفظ مراقبت هم د هغوی په لاس کې و او د ستونزې پېښېدو په صورت کې هغوی باید اجراأت کړي وای چې اوس لله الحمد یاد سیسټم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د فني انجنیر صاحبانو له لوري چمتو کېږي او په لنډ وخت کې به یې د تطبیق مرحله هم پیل شي.

 د ایرنا د خبر له مخې، په ټولیز ډول د کانکور د آزموینو سیسټم د هېواد په کچه د نمرو ورکونې، ګڼو پوهنځیو ته د نمرو په اساس د محصیلینو د ویش تفکیک او د نمراتو د ترتیب او تنظیم چارې سرته رسوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .