په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ویلي، چې اسلامي امارت حافظ اکرام الدین کامل د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ د سرپرست په توګه نومولی دی.
هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت نوی قونسل د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ لپاره د دغه هیواد له خوا منل شوی دی.
د ایرنا د راپور له مخې پرون د هند ورځپاڼې «سنډي ګارډین» راپور ورکړ چې د هند حکومت په ممبۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت د استازي د منلو لپاره د طالبانو پر غوښتنې غور کوي.
په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې هند یو افغان دیپلومات ترلاسه کوي.
دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د نوي فصل پیل بلل کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment