AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲ ۱۳:۳۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85656733
T T
۰ Persons

Tags

په هرات ولايت کې يوه اندازه پوځي تجهيزات او مهمات کشف شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند په هرات ولایت کې د یوه اندازه پوځي تجهیزاتو او مهماتو د کشف خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع دوشنبه د لړم په ۲۱مه په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه او لیکلي یې دي: دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ منسوبينو د يوشمير عملياتو په بهير کې ددغه ولايت له مربوطاتو څخه يوه اندازه پوځي تجهيزات او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

قانع زياته کړه: په نیول شوو وسلو او مهماتو کې کلاشینکوفونه، تومانچې، چره ییز ټوپکونه، ډول ډول مرمۍ، مهمات، دولتي انټنونه او یوه اندازه چاودیدونکي توکي شامل دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .