هند په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ د سرپرست حکومت د استازي د شتون په اړه څېړنې کوي

کابل- ایرنا- هندي رسنیو راپور ورکړی چې په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د سرپرست حکومت د استازي موجودیت د دغه هېواد د چارواکو له خوا څېړل کېږي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، هندي ورځپاڼې سنډي ګارډین په یوه راپور کې لیکلي: هند په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د سرپرست حکومت د استازي د شتون په اړه څېړنې کوي.

 د هند لخوا د اسلامي امارت د وړاندیز شوي استازي له منلو وروسته به د نوي ډیلي او کابل ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په رسمي ډول پیل شي.  خو په هېواد کې دننه ځینې سرچینې وايي چې اسلامي امارت په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ د څوکۍ لپاره د اکرام الدین کامل په نوم یو کس وړاندیز کړی دی.

 د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي خو د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون وویل چې په نږدې راتلونکي کې به له څو نورو هیوادونو سره هم سیاسي اړیکې پیل شي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .