په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پنجشېر ولايت د رسنيو دفتر نن دوشنبه د لړم په ٢١ مه، په يوه خبرپاڼه کې اعلان کړى، چې د دغه ولايت والي حافظ محمد اغا حکيم د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر(یوناما) له مشرې مېرمن روزا اتنبايوا سره وکتل.
دپنجشير والي وويل: پنجشير د بيلابيلو رغنيزو پروژو د تطبيق لپاره مناسب پلاتفورم دى او زموږ اداره چمتو ده چې له دغه ولايت سره جدي همکاري وکړي او له شته فرصتونو څخه بايد استفاده وشي.
نوموړي په دغه ولایت کې د زیربنایي او ستر ساختماني همکاریو په برخه کې د نړیوالو بنسټونو او د لومړۍ درجې مرستندویانو د جلب او جذب غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې دپنجشير والي يادونه وکړه چې دافغانستان داسلامي امارت له واکمنۍ سره په ټول پنجشير کې عمومي امنيت تامين شوى دى، په دغه ولايت کې د نشه یي توکو کښت، ترافيک او قاچاق او دامنيت ضد پيښې صفر ته رسيدلي دي او هيڅ ډول انديښنه نشته او د خلکو د خدمت او اقتصادي پرمختګ لپاره شرایط برابر شوی دی.
هغه څرګنده کړه: د خلکو او اسلامي نظام ترمنځ نږدې او ښه همغږي شتون لري او د خلکو وړې وړې ستونزې په پام کې نیول کیږي.
حافظ محمد اغا حکیم د کرنیزو ځمکو، فابریکو او ځینو نورو عایداتي سرچینو نشتوالی د پنجشیر د خلکو له مهمو ستونزو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د پنجشیر اوسېدونکي له اقتصادي ننګونو سره مخ دي او زموږ تمرکز د خلکو د اقتصاد پر ښه والي دی.
مېرمن روزا اتونبایوا وویل: دوی چمتو دي چې د پنجشیر او هغو موسسو سره چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې کار کوي، د روغتیا، پوهنې، کرنې، چاپېریال، د کانونو د تخنیکي استخراج، د ګرځندوی صنعت، د بانکدارۍ وده او کوچني پورونه په برخو کې د ستونزو د حل لپاره جدي همکاري وکړي.
د هغه په وينا، نړيوال شرکتونه او د سيمې د ډېرو هېوادونو سفيران لېواله دي، چې د دغه ولايت د زېربناوو په ځانګړي ډول د کانونو د ليدنې په موخه پنجشېر ته سفر وکړي او موږ به يې ټول پنجشير ته راوړو، څو د کانونو په برخه کې تخنيکي پانګونه وکړي.
اتونبایوا زیاته کړه: پنجشیر د ګرځندوی صنعت (طبیعي ځایونه، تفریحي سیمې او طبیعي جاذبې) له پلوه د ښه امنیت په درلودلو سره د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی او په دې توګه به د دغه ولایت د اوسېدونکو اقتصاد په لنډه موده کې وده وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment