د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي نن یکشنبه د لړم په ۲۰ مه چې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي د ختمولو په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره کولمبیا ته تللی و، نوموړي د دغه کنفرانس په څنډه کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي «نجات مولا مجید» سره وکتل.
د ایران د عدلیې وزیر له ماشومانو سره د تاوتریخوالی د مختلفو ډولونو په رامینځته کیدو خواشینی څرګنده کړه چې تر ټولو بده یې په غزه او لبنان کې په ماشومانو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې دی او وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلو دغه غیر انساني کړنه په کلکه غندلې او هیله لرو چې د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو په هڅو ژر تر ژره دغه تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي او د دغو جنایتونو عاملین په نړیواله کچه مجازات شي.
رحیمي د یونیسف له اجراییوي رییس «عمر عبدي» سره په ناسته کې د ماشومانو د ژوند د وضعیت د ښه کولو لپاره د دې غونډې د پرمختګ او دوه اړخیزو او نړیوالو همکاریو هرکلی وکړ او وویل: پر غزې او لبنان باندې د اسرائیلو د جعلی رژیم وحشیانه حملې د لسګونو زرو ماشومانو، ښځو او بې ګناه خلکو د قتل عام، بې کوره کیدو سبب شوی دی او دغه شمیر هره ورځ زیاتیږی، د ایران د اسلامی جمهوریت وړاندیز په دغه سیمه کې له ځپل شویو ماشومانو سره د مرستې لپاره د یونیسیف په مرکزیت د یو ګډ خصوصی ملاتړ صندوق رامینځته کول او د متاثرینو د درد و رنځ کمول دی.
د پیغام پای/
Your Comment