AP ۱۴۰۳ لړم ۱۹ ۱۸:۲۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85654351
T T
۰ Persons

Tags

افغانستان د پاکستان په بلوچستان کې چاودنه وغندله

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د اورګاډي په تم ځای کې چاودنه وغندله.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شنبه د لړم ۱۹ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورگاډي په تم ځای کې په عامو وگړو وروستی چادونه چې له امله یې گڼ شمېر عامو وگړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي، غندي. 

 د ایرنا په وینا، د بلوچستان په مرکز کویته کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې د یوې زورورې چاودنې له امله تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

چاودنه هغه مهال وشوه، چې یو ریل ګاډی پېښور ته روان و.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .