AP ۱۴۰۳ لړم ۱۹ ۱۸:۲۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85654347
T T
۰ Persons

Tags

په غزني کې د خوارځواکۍ د ناروغانو د درملنې مرکز پرانیستل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په غزني ولایت کې د خوارځواکۍ د ناروغانو د درملنې د مرکز د پرانیستلو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د غزني ولایت مقر ولسوالۍ روغتون کې د خوارځواکو ناروغانو د درملنې مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 خبرځاى زياته کړه: یاد مرکز د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ د یونیسف ادارې په مالي همکارۍ د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې پنځه مجهزې خونې او لس بسترونه لري.

 د ایرنا د راپور له مخې، خوارځواکۍ یوه ناروغي ده چې د یو یا څو خوراکي توکو د ناکافي یا ډیر مصرف له امله رامینځته کیږي.

 د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې نږدې یو میلیون افغان ماشومان له حاد خوارځواکۍ او ۲.۳ میلیونه نور ماشومان له منځنۍ حاد خوارځواکۍ سره مخ دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .