د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې د ایران لپاره مهمې نه دي/ موږ خپله تګلاره تعقیبوو

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې د ایران لپاره هیڅ اهمیت نه لري.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جرمني له شپیګل ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: مونږ یوازې د خپلو ګټو په بنیاد عمل کوو او د امریکې انتخابات به زمونږ په ملي ګټو باندې هیڅ اغیز ونه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د امریکا انتخابات زموږ لپاره مهم نه دی، موږ خپل سیاستونه تعقیبوو. موږ په سیمه کې د تاو تریخوالي د زیاتوالي په لټه کې نه یو، خو د اسراییلو د هر ډول نوي تیري په ځواب کې ځان حقدار ګڼو.

 عراقچي د جرمني-ایراني ترهګر جمشید شارمهد په اړه چې په اسراییلو پورې تړلی و، وویل: شارمهد له نیول کېدو مخکې په ټلویزیوني مرکو کې په خپلو کړنو اعتراف کړی او په خپلو کړنو ویاړي. هغه د ۱۴ ایرانیانو قاتل دی چې پنځه یې ښځې او دوه یې ماشومان دي. 

 هغه زیاته کړه: که آلماني چارواکي او ټولنه فکر کوي چې شارمهد یو آلمانی دی، دوی باید ومني چې هغه یو آلمانی ترهګر دی. البته، زموږ له نظره، هغه یو ایرانی و، ځکه موږ دوه ګونی تابعیت نه منو.

 عراقچي څرګنده کړه: شارمهد د ایراني په توګه نیول شوی او ایران ته سپارل شوی او د ایران د قوانینو پر بنسټ په عادلانه محاکمه کې په اعدام محکوم شوی دی. 

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر د المان د اوسني حکومت په دریځ سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: آلمان د بشري حقوقو له ټولو معیارونو څخه سرغړونه کړې ده. صهيونېسټ رژيم ته د جرمني د وسلو د لېږلو او د غزې او لبنان د خلقو په وژلو کې د ګډون ترڅنګ له هغه ترهه ګرۍ څخه هم ملاتړ کوې چې د څوارلسو کسانو د وژلو مسوول دی.

 هغه ټینګار وکړ چې اروپا ځان د عدالت نمونه ګڼي او د نورو محاکمه غیر عادلانه ګڼي؛ دا د انسان عقل ته سپکاوی دی. 

 هغه زیاته کړه: تاسو پخپله زما څخه د شل دقیقو لپاره د یو ترهګر د وژل کیدو په اړه پوښتنې کولې، په داسې حال کې چې موږ په آلمان کې په غزه کې د ٥٠.٠٠٠ خلکو د وژل کیدو په اړه هیڅ ډول اقدام نه دی لیدلی.  تاسو د غزې د ٥٠.٠٠٠ قربانیانو لپاره دومره شور ونکړئ څومره چې تاسو د شارمهد لپاره شور جوړ کړی و.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: په غزه کې د اسرائیلو د رژیم له خوا پنځوس زره کسان وژل شوی دی او مونږ حتی د جرمنی حکومت د غندنې خبرتیا هم نه ده لیدلې، د بشری حقوقو په شورا کې پریکړه لیک وړاندې کړو، د اسرائیلو د رژیم په خلاف بندیزونه ولګوو، یا د القدس د اشغالګرو رژیم استازیتوب دفترونه وتړل شي، دا ټول دوه ګوني چلندونه دي. 

 دغه ایرانی چارواکی وویل: د فلسطین خلک باید د هغه څه په سزا محکوم نشی چې جرمنیانو له یهودانو سره کړی دی، ځکه حماس او حزب الله خپلواک او ازادی غورځنګونه دی چې یوازې د خپلو موخو لپاره جنګیږی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .