د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن شنبه د لړم په ۱۹مه وویل: هغه ادعا چې ایران د پخوانیو او اوسنیو امریکایی چارواکو د وژلو په هڅه کې لاسوهنه کوی، په بشپړه توګه بې اساسه دي او موږ ردوی.
دبهرنيو چارو دوزارت وياند په تيرو وختونو کې هم دغه شان تورونو ته په اشارې سره چې د ايران داسلامي جمهوريت له خوا په بشپړه توګه رد شوي او دروغ ثابت شوي دي وويل په اوسني وخت کې د دغه ادعا تکرارول د صهیونیسټانو او د ایران د مخالفو کړیو له خوا د واشنګټن او تهران ترمینځ د کړکیچ د لاپیچلو دسیسه ده.
په عین حال کې بقایي ټینګار وکړ لکه څنګه چې مخکې هم وویل شول د ایران اسلامی جمهوریت به د ایران د ملت د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په کورنی او نړیواله کچه له ټولو قانونی او مشروع لارو چارو کار واخلی.
د ایرنا د راپور له مخې، د امریکا د اسوشیېټډ پرېس خبری اژانس د جمعې په ورځ (لړم ۱۸مه) د امریکا د عدلیې وزارت په حواله لیکلی چې د تهران پر ضد یې د منهاټن په فدرال محکمه کې یو جنایی شکایت درج کړی دی او ادعا یې کړې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران یو نامعلوم چارواکي له یو چا وغوښتل چې د ټرمپ د څارنې او بالاخره د وژلو لپاره یو پلان جوړ کړي.
اسوشېټېډ پرېس ادعا کړې: څېړونکو د ټرمپ د وژلو پلان د یوه افغان تبعه فرهاد شاکري سره د مرکې پر مهال وپوهاوه چې چارواکي یې د ایران د حکومت د اجنټ په توګه پېژني او د غلا په تور له امریکا څخه شړل شوی و.
د پیغام پای/
Your Comment