په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد جمعه د لړم په ۱۸ مه رسنیو ته وویل چې د اسلامي امارت رهبر د یوه اته ماده ییز فرمان په صادرولو سره د د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت او عمومي استخباراتو ریاست څخه د وسلو وېش واک اخیستی دی.
هغه زیاته کړه: له اوس څخه د وسلو د سمې استفادې او خوندیتوب په موخه د وسلو او مهماتو هر ډول استعمال او ویش یوازې د اسلامي امارت رهبر په امر ترسره کیږي.
د ایرنا د خبر له مخې، له دې مخکې د وسلو ویش او د هغوی جوازونه د کورنیو چارو، ملی دفاع او د استخباراتو د عمومی ریاست له خوا ورکړل شوی او صادر شوی وه.
د پیغام پای/
Your Comment