AP ۱۴۰۳ لړم ۱۷ ۱۷:۰۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85652759
T T
۰ Persons

Tags

ایران: په سیمه کې د کړکیچ اصلی عامل د صهیونیسټ رژیم جګړه غوښتل دی

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: په سیمه کې د کړکیچ اصلی عامل د صهیونیسټی رژیم جګره غوښتل او د هغه نسل وژنه ده.

د ایرنا د خبر له مخې د فنلند د بهرنیو چارو وزیرې الینا والتونن د لړم د ۱۶مې نیټې په شپه له سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او د سیمې د حالاتو، نړیوالو پرمختګونو او دوه اړخیزو اړیکو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ایران د صلح غوښتلو تاريخي ریکاړد ته په اشارې سره، د صهیونیسټ رژيم د جنګ غوښتل او نسل وژنې په اړه وویل: په سیمه کې د کړکیچ اصلی عامل د صهیونیسټ رژیم جنګ غوښتنه او نسل وژنه ده.

عراقچي د اسرائيلي رژيم د جنايتونو په وړاندې د ځينو اروپايي هېوادونو د دوه ګوني او متضاد چلند په يادولو سره زياته کړه: د خواشينۍ وړ خبره ده چې د فلسطين د خلقو د وحشيانه نسل وژنې او د لبنان په خلاف له تيري سره سره اروپائي اتحادیه د دغه رژیم د سرغړونو او جرمونو سره د مقابلې لپاره هیڅ اقدام نه‌ دی کړی. 

 په دې ټلیفوني خبرو کې الینا والتونن هم په سیمه کې د بشري ناورینونو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل: هیله من یم چې په سیمه کې ژر تر ژره سوله او ثبات راشي.

 هغه څرګنده کړه: د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره د ټولو خواوو ترمنځ د خبرو اترو او مشورو دوام ته اړتيا ده.

 په دغه خبرو کې د ایران د اسلامی جمهوریت او فنلند خارجه وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د قونسلګرۍ د ملګرتیاو د پیاوړتیا په هدف د سلامشورو د دوام په ضرورت ټینګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .