په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوولينو نن پنجشنبه د لړم په ١٧مه، په يوه خبرپاڼه کې اعلان کړى، چې د «سولې کلي» خيريه بنسټ په مرسته يې ۸۹ ناروغ ماشومان د درملنې په موخه جرمني ته لېږدولي دي.
خبرځاى زياته کړه: دغه ماشومان د سختو سوځيدلو او د هډوکو د ميکروبي ناروغيو له امله د درملنې لپاره آلمان ته وړل شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو هم ویلي، چې ۴۵ افغان ماشومان چې مخکې جرمني ته د درملنې لپاره استول شوي وو، له درملنې وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
د ایرنا په وینا، له ۱۹۸۸ کال راهیسې د افغاني سرې میاشتې د تړون له مخې د جرمني د «سولې کلي» خیریه بنسټ ۴۹۲۰ ناروغ افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږدولي او بېرته یې استولي دي.
د پیغام پای/
Your Comment