په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مرکزي بانک چارواکو نن پنجشنبه د لړم په ۱۷ مه، اعلان وکړ د افغانستان بانک د رئیس نور احمد آغا په مشرۍ یو پلاوي د اسلامي مالي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې (ایوفي) او د اسلامي پراختیایي بانک په نولسمه غونډه کې چې په بحرین هېواد کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
نور احمد اغا د زکات، وقف، انفاق او صدقاتو اړوند مسائلو د لا ښه تنظیم لپاره د ادارو د جوړولو په ارزښت یې رڼا واچوله او د فقر په کمولو او په ټولنه کې د شتمنیو په عادلانه ویش کې یې د داسې ادارو رول مهم یاد کړ. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د سودي بانکوالۍ د ممنوعیت او د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د بانکي نظام د ثبات په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
نوراحمد اغا ایوفي، اسلامي پراختیایي بانک او نورو اړوندو ادارو څخه د ظرفیت جوړونې، روزنیزو پروګرامونو، زکات او وقف د ښه مدیریت، اسلامي بانکوالۍ ته د بانکونو د اړولو او په افغانستان کې د یو حلال، با ثباته، شفاف او قوي مالي او اقتصادي نظام د رامنځته کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې، د اسلامي مالي ادارو د محاسبې او تفتیش د ادارې غونډه د روان کال د نوامبر په دریمه او څلورمه نیټه جوړه شوه چې د اسلامي هیوادونو د مرکزي بانکونو او اسلامي تجارتي بانکونو څه د پاسه درې سوه استازیو په کې ګډون وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment