افغانستان او هند د ایران د چابهار له لارې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي د ایران د اسلامي جمهوریت د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو د وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد نن پنجشنبه د لړم د مياشتې په ١٧مه نېټه وویل د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د هند جمهوریت ځانګړي استازي ښاغلي جي پي سنګ وکتل. 

په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، له افغانستان سره د هند د بشري مرستو او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې.

متقي وويل: تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي. 

 هغه ټینګار وکړ چې د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا لپاره باید افغان وګړو ته، په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هند د ویزو ورکولو کې اسانتیاوې لا زیاتې شي.

 جي پي سنګ وويل: له افغانستان سره اړيکې د هغه هېواد لپاره مهمې دي او د دواړو هېوادونو اړيکې اوږد تاريخ لري.

 د هند ځانګړي استازي زیاته کړه: له افغانانو سره د بشري مرستو ترڅنګ موږ له دغه هېواد سره پراختیايي مرستې هم پیل کړې او له اړوندو افغان بنسټونو سره یې تخنیکي خبرې اترې روانې دي.

 جي پي سينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه ده او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند د تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې اترې وشي. 

 هغه همداراز ژمنه وکړه چې افغانانو ته به د هند د ویزو اسانتیاوې زیاتې کړي.

 د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی چې د پاکستان له لارې له هند سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی او دغه هېواد هڅه کوی چې د ایران د چابهار بندر له لارې له هند او د نړۍ له نورو هېوادونو سره سوداګری وکړی. 

 چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې موقعیت لري چې نړیوالو اوبو ته د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تر ټولو نږدې او خوندي لاره ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .