په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، نن چهارشنبه د لړم په ١٦ نېټه د افغانستان سرپرست حکومت ارګ وویل د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د کابل جهادي مدرسې له استادانو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
ویناوالو وویل، ټول علماء، مجاهدین او خلک له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تبعیض پرته د اسلامي نظام ملاتړ کوي.
مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د ټولو علماوو نظر ته ارزښت ورکوي او د شرعي احکامو په پلي کولو کې رغنده اقدام کوي.
هغه وویل: له تېرو څو لسیزو وروسته اوس په افغانستان کې اشغال ختم شوی، اسلامي نظام حاکم دی او د زور واکو او بدمعاشانو جرړې ختمې شوې دي.
د ایرنا د راپور له مخې افغانستان له دوو لسیزو راهیسې د امریکا په مشرۍ د ناټو له خوا اشغال شوی و او د اشغال له امله په دغه هیواد کې سیاسی، ټولنیز، کلتوری فساد او جبر خپل اوج ته رسیدلی وو.
د پیغام پای/
Your Comment