په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په ۱۶ مه په کابل کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال جي پي سنګ په مشرۍ د هند له راغلي پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو او نورو اړینو مسایلو په اړه د ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او د افغانستان او هند ترمنځ د لا زیاتو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره خپله علاقه څرګنده کړه.
د ایرنا د راپور له مخې، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته هند خپل ټول ډیپلوماتان او چارواکي له دغه هېواده وایستل، خو نوي ډیلي د تېر کال په غبرګولي میاشت کې په کابل کې د هند په سفارت کې د تخنیکي ټیم په استولو سره په دغه هېواد کې خپل ډیپلوماتیک حضور بیا پیل کړ.
د پیغام پای/
Your Comment