AP ۱۴۰۳ لړم ۱۵ ۲۰:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85650883
T T
۰ Persons

Tags

په جوزجان ولایت کې د ۱۹ بابه ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په جوزجان ولایت کې د ۱۹ ښوونځیو د بیارغونې کار د پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن سه شنبه د لړم په ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په جوزجان ولایت کې د ۱۹ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

دجوزجان ولايت دپوهنې رييس مولوي سيد حفيظ الله معتصم باالله ددغه ولايت دشبرغان ښار په شاوخوا لسو ولسواليو او کليو کې د١٩ ښوونځيو دبيا جوړولو دپروژو دپرانستلو په وخت کې وويل: ددغو ښوونځيو دبيا جوړولو لګښت څه دپاسه اته ميليونه افغانۍ اټکل شوى چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه تمویلیږي. 

 نوموړي په خپلو خبرو کې د ښوونیزو اسانتیاوو شتون د درسونو د کیفیت او تدریسي بهیر په ښه والي کې مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنې وزارت به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .