په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو نن دوشنبه د لړم ۱۴ مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه ولایت والي محمد قاسم خالد د راستنېدونکو لپاره د ښارګوتي د ځای د جوړېدو په اړه د دغه ولایت له مشرانو سره وکتل.
د نیمروز ولایت د مهاجرینو چارو رئیس د سرپرست حکومت د رهبرۍ فرمان چې د مهاجرینو په اړه صادر شوی و ولوست او د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه یې د دغه فرمان پلي کول اړین وګڼل.
د نیمروز والي د مهاجرینو په چارو کې د سرپرست حکومت د رهبرۍ د فرمان پر تطبیق ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د راستنیدونکو کډوالو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
خالد وويل: د راستنېدونکو مهاجرينو لپاره ځمکې تثبيت شوي او اړونده رئيسانو ته يې لازمې لارښوونې کړې چې د دوی لپاره د استوګنې د جوړېدو چارې پيل کړي.
د پیغام پای/
Your Comment