AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴ ۱۸:۵۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85649579
T T
۰ Persons

Tags

د ٢٢ کيلوګرامه شيشې د قاچاق مخه ونيول شوه

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴ ۱۸:۵۱
News ID: 85649579
د ٢٢ کيلوګرامه شيشې د قاچاق مخه ونيول شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له ننګرهار ولایت څخه د ۲۲ کیلو ګرامه شیشه د قاچاق د مخنیوي خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن دوشنبه د لړم په ۱۴ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ننګرهار امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یو پلټونکي عملیات په مهال د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم سیمه کې ۲۲ کیلو ګرامه شیشه چې په یو موټر کې ځای په ځای شوې وه کشف کړې او یو تن یې په تړاو نیولې دی.

خبرځاى زياته کړه چې په دې تړاو يو تن نيول شوى دى.

 د ایرنا په وینا، د افغانستان د غربي اشغال په شل کلنه موده کې دغه هېواد د نشه يي توکو په ستر تولیدوونکی هېواد بدل شو او د سرپرست حکومت په رامنځته کېدو سره د دغې ناوړه پدیدې له کښت او قاچاق سره مبارزه پیل شوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .