AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴ ۱۸:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85649568
T T
۰ Persons

Tags

د عامې روغتیا وزارت مرستیال: په افغانستان کې د مانکي پاکس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د رسولو مرستیال وویل: په افغانستان کې د مونکي پوکس(بیزو تناکې) کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو موږ باید چمتووالی ولرو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن دوشنبه د لړم په ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې ‏د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني د تېرو ناستو په دوام د مانکي پاکس (بیزو تڼاکې) ناروغۍ د مخنیوي اړوند له داخلي او نړیوالو همکارانو سره لیدنه ترسره کړه.

 په دې غونډه کې چې د نړیوالو روغتیايي سازمانونو، یونیسف او د مهاجرت ادارې استازو او د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، د مانکي پاکس د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

 د عامې روغتیا مرستیال وویل: که څه هم په افغانستان کې تر دې دمه د دې ناوړه ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو موږ باید په سمه توګه چمتوالی ولرو؛ ترڅو هېوادوال مو له بیزو تڼاکې او ورته نورو ساري ناروغیو څخه وژغورل شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .