په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري نن یکشنبه د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه د بغلان ولایت د امام جعفر صادق (ع) په جومات کې د خپلې وینا یوه برخه په خپل ایکس پاڼه کښې خپره کړه.
هغه وویل: د ملي یووالي ساتنه یوه اسلامي، ملي او فکري اړتیا ده. د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت دغه چارواکی ټینګار وکړ: مناسبه ده چې ملی وحدت ته احترام ولرو او د دسیسو د شنډولو لپاره له فرصت څخه استفاده وکړو.
نظري د افغانستان اتباعو ته په خطاب کې وويل: راځئ د يو آزاد او سوکاله هېواد د لرلو لپاره د ملي يووالي او پيوستون د پراختيا لپاره کار او تلاش وکړو.
د پیغام پای/
Your Comment