په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن یکشنبه د لړم په دیارلسمه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د موټرسايکلونو د سيارو ګزمو د جوړولو په دوام دا ځل بدخشان کې هم يوه امنيتي گروپ په کار پيل وکړ.
ده زياته کړه: د جنايي جرمونو د مخنيوي په موخه د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ دموټرسايکلونو چې په پوځي تجهيزاتو سمبال دي، سل کسيزه گروپ يې رامنځته کړ تر څو خپل ۲۴ ساعته فعالیتونو پیل کړي. خبرځاى زياته کړه: دغه ډله به د دغه ولايت د فيض اباد ښار او نورو ولسواليو په امنيتي برخوکې فعاله وي.
د پیغام پای/
Your Comment