په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو نن د لړم په ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دایکنډي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د د معافیت په لور حرکت(MPO) د دفتر په همکارۍ د دوه سوه اړو ماشومانو ته د ژمنیو جامو کڅوړې وویشل شوې.
د دایکندي ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري سمیع الله ثابت هم له نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې په دغه ولایت کې له اړمنو کورنیو او ماشومانو سره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو بستو کې د ژمنیو جامو په ګډون جاکټ، جرابې، موزه او نور شامل دي.
د پیغام پای/
Your Comment