AP ۱۴۰۳ لړم ۱۲ ۱۹:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85647465
T T
۰ Persons

Tags

پر حیفا د حزب الله پراخ توغندیز بریدونه/ اسراییلي ځواکونه شاتګ ته اړ شول

کابل- ایرنا- خبري سرچینو د حزب الله له خوا د اشغال شویو سیمو په ځانګړې توګه پر «حیفا» ښار د پراخو توغندیزو بریدونو خبر ورکړی دی.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې، صهیونیسټی خبری سرچینو نن شنبه د لړم په ١٢ مه خبر ورکړی چې په الجلیل علیا او حیفا کې د خطر زنګونه غږول شوی او د لبنان له خاورې څخه په نیواک شویو سیمو ۱۵ توغندی وتوغول شول.

د المیادین خبریال هم راپور ورکړی چې د لبنان له خاورې څخه د حیفا په شمال کې د «کریوت» سیمې او صفد ته نږدې په «ایلیت هشاحر» باندې پرله پسې توغندوی بریدونه شوی دی.

 د دغه خبريال په وينا د لبنان اسلامي مقاومت اشغالګر ځواکونه شاتګ ته اړ کړي او دغه ځواکونه د الخيام سرحدي سيمې ختيځ او جنوب ختيځو سيمو ته تللي دي.

 صهیونیسټي رسنیو هم د «نهاریا» او «عکا» په سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د ننوتلو او په دغو سیمو کې د خطر زنګونو د اوریدو خبر ورکړی دی.

 په همدې اړه د لبنان حزب الله د شنبې په ورځ په دریو جلا جلا بیاناتو کې اعلان وکړ چې نن سهار دوه نیمې بجې یې تل ابیب ته نږدې د صهیونیسټ رژيم د استخباراتو د ۸۲۰۰ پوځي قطعې د ګلیوت مرکز په نښه کړ او د صهیونیسټي رژیم د دلتون ښارګوټي یې په نښه کړ.

 دصهیونیسټ رژيم رسنیو زیاته کړه چې یو توغندی د اشغالي سیمې په مرکز الطیره ښار کې په یوې ودانۍ ولګید او په نتیجه کې یې ۱۹ صهیونیسټان ژوبل شول.

 دغو رسنیو دا هم خبر ورکړی، چې یو بل توغندی د تل ابیب په «شارون» سیمه کې لګېدلی او اعتراف یې کړی، چې دغه برید درانه زیانونه اړولی دی.

 له دې مخکې دصهیونیسټ رژیم رسنیو خبر ورکړی وو چې په تل ابیب او دهغه په ​​شاوخوا سیمو کې د خطر زنګونه لګیدلی دی.  صهیونیسټي پوځیانو د روانې میاشتې له دوهمې نیټې څخه د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو پراخ بریدونه پیل کړي دي.

 د لبنان حزب الله په دغه هیواد کې د ملکیانو په نښه کولو په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شو بلکې له لومړیو شیبو څخه یې د اشغالي فلسطین په شمال کې د صهیونیسټانو د مرکزونو او میشت ځایونو په ضد بې شمیره عملیات پیل کړل او په تیرو ورځو او ساعتونو کې یې دصهیونیسټ رژیم پوځ په سلګونو راکټونو اوپوځونه په توغندیو ویشتلی دی او په ځمکنی جنګ کې د یرغلګرو عسکرو او زغره والو تجهیزاتو ښکار ته دوام ورکوی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .