د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په صهیونیسټانو د لبنان د حزب الله د حملو په دوام کې نن چهارشنبه د لړم د میاشتې په نهه نیټه د حزب الله بې پیلوټه جنګی الوتکې د اشغال شویو سیمو په شمال کې د صهیونیسټانو د «نهاریا» ښار په صنعتی سیمه کې د الوتکو د پرزو د جوړولو په کارخانه کې برید وکړه.
ځینو نورو سرچینو هم د لبنان د حزب الله له حملو وروسته په سرحدی سیمو کې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د اډو د بریښنا ستنې هم پرې کړې دی.
په همدې اړه دصهیونیسټ پوځ اعلان وکړ چې اور وژونکو ډلو د نهاریا په شمال کې د «الزیب» په سیمه کې چې د حزب الله د حملو له امله اور لګیدلی دی، د اور په وژلو بوخت دی.
د المیادین خبریال هم راپور ورکړی چې په اصبع الجلیل کې د صهیونیسټی میشت ځایونو پرضد پراخ توغندیز بریدونه شوی دی.
په همدې حال کې د لبنان حزب الله تر اوسه د چهارشنبې د ورځې د بریدونو په اړه څلور جلا بیانونه خپاره کړي دي.
په لومړۍ بیانیه کې راغلي دي: د غزې د خلکو او د فلسطین له مقاومت څخه د ملاتړ او د لبنان او د هغه له ملت څخه د دفاع په خاطر، نن سهار په دوه نیمو بجو مو په العمرا سیمه د ال خیام په جنوب کې د صهیونیسټي پوځیانو غونډه د راکت په واسطه په نښه کړه.
په دویمه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د سهار په ۳:۳۰ بجو حزب الله د العمرا سیمه په راکټي بریدونو سره په نښه کړه.
حزب الله په دریمه او څلورمه بیانیه کې هم ټینګار وکړ: نن سهار په ۳:۳۰ او ۴:۳۰ دقیقو کې مو د «الیعقوصه» سیمه په راکټی حملو سره په نښه کړه.
دصهیونیسټ رژیم پوځیانو د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې په مختلفو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل چې د حزب الله له سخت غبرګون سره مخامخ شول.
د لبنان د روغتیا وزارت د راپور له مخې د صهیونیسټ رژیم په حملو کې تراوسه څه دپاسه ۲۶۰۰ تنه شهیدان او څه دپاسه دولس زره نور ژوبل شوی دی.
د لبنان حزب الله په دغه هیواد کې د ملکیانو د هدفونو په باره کې چوپ نه دی پاتې شوی بلکې له لومړیو شیبو څخه یې د اشغالي فلسطین په شمال کې د صهیونیسټانو د مرکزونو او میشت ځایونو په خلاف ګڼ شمیر عملیات د خپلې اجنډا په سر کې اچولی دی او په تیرو ورځو کې یې د صهيونېسټ رژيم پوځ په څو ساعتونو کې په سلګونو راکټونو او پوستو په ګوزارونو سره په ځمکنيو جګړو کې د يرغلګرو د پوځيانو او زغره والو جنګي وسايلو ښکار ته دوام ورکړ.
د پيغام پاي/
Your Comment