په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، نن چهارشنبه د لړم د میاشتې په نهمه نيټه د افغانستان سرپرست حکومت ارګ اعلان وکړ د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس ملا عبدالواسع د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنۍ (AKELIK Group LLC) له مسؤل او استازي خګاني نوریف سره وکتل.
خګاني نوریف په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته د پرمختګونو، سراسري امنیت او ولسونو ته د ارامې فضا پر ایجادولو خوښي څرګنده او له پانګوالو سره د همکارۍ او دوی ته د وړ شرایطو په ایجادولو سره یې د اسلامي امارت د مسؤلینو قدرداني وکړه.
هغه وويل: د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنیو مجموعه د اوبو لګولو او څښاک اوبو برابرولو، د برېښنا د بندونو، سړکونو، ودانیو او ښاري کانالیزاسیون د جوړولو په برخو کې زیاته تجربه لري، په ازبکستان او نورو هیوادونو کې یې سترې پروژې تطبیق کړي او له اسلامي بانک او نړیوال بانک سره هم همکاري لري.
ملا عبدالواسع خګاني نوري ته وویل: افغانستان په بېلابېلو برخو کې ابادۍ او بیارغاونې ته اړتیا لري، له همدې امله اسلامي امارت کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته مناسب فرصتونه برابر کړي دي.
د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هغو سوداګرو او پانګوالو چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي، خوښ او د دوی د تجربو او مشورو د شریکولو هرکلی کوي.
د پیغام پای/
Your Comment